روسيې اروپا ته د ګازو د لېږد لپاره شرط وړاندې کړ

د روسيې د ګازو تصفيې دستګاه

د روسیې د ګازو ستر شرکت ګاز پروم وایي، تر هغو غو پورې به اروپا ته د نارډ سټریم ۱ نل‌لیکې له لارې د ګازو لېږد پیل نه‌کړي چې، د جرمني شریک یې په دغه نل‌لیکه کې له کاره لویدلي تجهیزات ترمیم کړي نه وي.

دې شرکت د اګسټ له ۳۱مې راهیسې په دغه نل‌لیکه کې د ګازو لېږد درولی چې، په اروپا کې یې د ګازو د کموالي او د بیو د زیاتېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

د روسیې په ولادیواستوک ښار کې پرون سې شنبې یوې اقتصادي غونډې ته د ګاز پروم شرکت اجرایوي مرستیال ویتالي مار کیلوف وویل، دغه تجهیزات باید ترمیم شي ترڅو دغه شرکت د ګازو لېږد بېرته پیل کړي.

د دې شرکت جرمني شریک، زیمینس انرژي ویلي د ترمیم په اړه ورته هیڅ دنده نه‌ده سپارل شوې او د هغې ستونزې په اړه چې ګازپروم یې خبره کړې ویلي چې، دا دومره غټه ستونزه نه‌ده چې له امله یې د ګازو لېږد وځنډول شي بلکې هغه په اسانۍ حل کېدای شي.

جرمني کې د ګاز پروم شرکت

نارډ سټریم ۱ اروپا ته د روسیې د ګازو د لېږد یوه لویه نل‌لیکه ده چې د ۵۵ ملیارډ متر مکعبه ګازو چې روسیې په کال کې پر اروپا پلوري، یو پر درېیمه برخه له همدې نل‌لیکې اروپا ته لېږدول کېږي.

دا نل‌لیکه فنلنډ پولې ته نږدې د روسیې له ویبورګ څخه پیل د بالتیک د سمندرګي په تل کې د جرمني په شمال ختیځ کې له لوبمین پورې غځېدلې ده.

د روسیې ګاز پروم شرکت د اګست په ۳۱مه اعلان وکړ، د د نل‌لیکې د ساتنې د چارو په خاطر د ګازو لېږد د درې ورځو په مخه ځنډوي او علت یې هم دا ښودلی و چې، د نل‌لیکي د توربین په یوه پمپ کې سوری پیدا شوی.

د لویدیځ مشرانو مسکو تورن کړی چې له انرژۍ څخه د یوې وسلې په توګه کار اخلي، په تېره له کله چې د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین پر اوکراین یرغل کړی دی، خو مسکو دغه تور په ځلونو رد کړی دی.

په دې ترڅ کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند وویل، روسیه د نارډ سټریم ۱ نل‌لیکه بندوي او د مسکو تېرو ادعاوو ته چې ویلي و، د لویدیځ بندیزونه د دغې نل‌لیکې د بندېدو سبب کېږي، کاملا غلطې بللې دي.

دې ویاند ویلي چې، متحده ایالات او اروپا به ګډ کار وکړي ترڅو دا مسله یقیني کړي چې اروپا کافي ګازو ته لاسرسی ولري.