داعش په کابل کې د روسیې پر سفارت د پروني برید مسوولیت ومانه

ارشیف

د اسلامي دولت ډلې یا داعش په کابل کې د روسیې سفارت ته څېرمه د پروني ځانمرګي برید مسوولیت ومانه.

په دې پېښه کې د روسیې د سفارت دوه کارکوونکي او څلور نور افغانان ووژل شول.

د اسلامي دولت ډلې خراسان څانګې په خپل ټلګرام کې ویلي د دوی یوه غړي د روسیې د سفارت د کارکوونکو په ډله کې خپل واسکټ منفجر کړی دی.

خو طالبان وايي، ځانمرګی بریدکوونکی تر حملې مخکې پېژندل شوی او په نښه شوی، چې په دې وخت کې چاودنه شوې ده.

ګڼو هېوادونو او سازمانونو دغه حمله غندلې ده.