په شمالي وزیرستان کې ۵ پاکستاني سرتېري او ۴ وسله وال وژل شوي

شمالي وزیرستان کې پاکستاني سرتېري

د پاکستان پوځ وايي، په شمالي وزیرستان کې د پرونۍ شخړې له کبله ۵ پاکستاني سرتېري او ۴ افراطي وسله وال ووژل شول.

د پوځ د مطبوعاتي څانګې په اعلامیه کې راغلي، امنیتي ځواکونو د شمالي وزیرستان په بویا سیمه کې پوځي عملیات وکړل.

د اعلامیې په وینا د یوه تورن په ګډون ۵ پاکستاني سرتېري او ۴ تنه افراطي وسله وال د ډزو په تبادله کې ووژل شول.

په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو ډله ډېره فعاله ده.