لیزټرس د بریتانیا صدراعظمه وټاکل شوه

لیزټرس

لیزټرس د بوریس جانسن پرځای د بریتانیا د صدراعظمې په توګه اعلان شوه.

۴۷ کلنې ټرس نن په واکمن محافظه کار ګوند کې دننه د رایو په نتیجه کې خپل سیال ریشي سوناک مات کړ او د صدراعظمې په توګه غوره شوه.

جانسن د یوې اوږدې رسوایۍ په پایله کې چې د ده اداره یې کمزورې کړه په جولای میاشت کې خپله استعفا اعلان کړه.

ټرس د جانسن په کابینه کې د بهرنیو چارو وزیره وه.

ټرس له تریزا مې او مارګریټ ټاچر وروسته د بریتانیا درېیمه ښځینه صدراعظمه ده.