ايران د 'بهايي فرقې' ۱۲ پلويان نيولي

بهايي فرقې پلويان د لاريون پر مهال - ارشيف

ایران د خپلو بهایي اتباعو په وړاندې د ځپونکو اقداماتو د زیاتوالي په ترڅ کې د بهایي فرقې دولس پیروان چې تهران په ارتداد او له اسراییل سره د اړیکو په لرلو تورن کړي، نیولي دي.

د ایران دولتي رسنۍ پرون وویل، دغه کسان د مازنداران ولایت په مختلفو سیمو کې نیول شوي دي.

په دې سیمه کې د اګست په ۳۱مه هم د دې فرقې چې په ایران کې یوه غیر اسلامي لویه اقلیت ډله ګڼل کېږي، ۱۴ غړي نیول شوي و.

بهایان چې شمیر یې په ایران کې شاوخوا درې لکه کسانو ته رسېږي او په نړۍ کې شاوخوا پنځه ملیونه پیروان لري وایي، دوی په ایرن کې چې مذهب یې په اساسي قانون کې په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی، په منظم ډول ځورول کېږي.