يونېسف د ملګرو ملتونو د استازې په توګه د افغانستان لپاره د 'روزا اوتونبایوا' د ټاکنې هرکلی کړی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې د روزا اوتونبایوا

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې په توګه د روزا اوتونبایوا د ټاکنې هرکلی کړی.

يونېسف په یوه ټویټ کې هغې ته پر دې دندې د ټاکل کېدو د مبارکۍ ترڅنګ ویلي چې، په ویاړ سره به د هر ماشوم د هوساینې لپاره له تاسو سره یو ځای کار کوو.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش د سپټمبر په دوهمه د قرغزستان پخوانۍ ولسمشره روزا اوتونبایواد کاناډایي ډیپلوماتې ډییورا لاینز پر ځای د افغانستان لپاره د خپلې ځانګړې استازې په توګه وټاکله.

د ډیبورا لاینز دنده په جون میاشت کې پای ته رسېدلې وه.