د خوړو نړيوال پروګرام افغانستان سره د کاناډا هېواد د مرستې له امله مننه کړې

مرستې

د افغانستان لپاره د خوړو نړیوال پروګرام په دې هېواد کې د خلکو د ملاتړ لپاره د کاناډا د دوامداره او ثابت ملاتړ ستاینه کړې.

د خوړو نړيوال پروګرام په یوه ټویټ کې یې ویلي، د کاناډا په څېر یې د بسپنه ورکوونکو د سخاوتمندانه مرستو پر مټ په افغانستان کې د له څه باندې یویشت ملیون سړو او ښځو سره چې په اقتصادي ستونزو راګیر او په دې هېوا کې چاپیریالي غمیزو او کړکېچونو اغېزمن کړي، ملاتړ کړی دی.

دا نه‌دي ویل شوي چې کاناډا له دې پروګرام سره تر اوسه څومره مرسته کړې خو له دې مخکې یې دا هېواد، د امریکا د متحدو ایالتونو، برېتانیا او اروپایي ټولنې په ګډون د لویو بسپنه ورکونکو هېوادونو او نړیوالو سازمانو په کتار کې راوستی و.