د اسيا کرېکټ جام؛ پاکستان هند ته ماتې ورکړه

د هند او پاکستان کرېکټ لوبه

د اسیا د کرېکټ شل اووریز جام د سیالیو په دوام د پاکستان لوبډلې هند ته ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې، چې پرون (د سپتمبر ۴) د دوبۍ په کرېکټ لوبغالي کې ترسره شوه، هند د ۱۸۲ منډې هدف وټاکه، چې پاکستان د لوبې په وروستي اوور کې دغه هدف ترلاسه کړ.

د اسيايي کرېکټ جام سياليو کې به نن وقفه وي.

سبا به د هند لوبډله له سرېلانکا سره او د چهارشنبې په ورځ به افغانستان له پاکستان سره لوبه کوي.

د بنګله دېش او هانګ کانګ لوبډلې د سږ کال د اسیا د ۲۰ اوریزو جام له سیالیو بهر شوي دي.