تمه ده د برېتانيا نوی صدر اعظم سبا کار پيل کړي

د برېتانيا بيرغونه

تمه ده چې د برېتانيا نوی صدراعظم یا صدراعظمه سبا (د سپتمبر ٦مه) په کار پيل وکړي.

دا لا څرګنده نه‌ده چې د بهرنیو چارو اوسنی وزیره لیز تراس به صدراعظمه شي یا د برېتانیا د خزانې پخوانی وزیر رشي سوناک د صدراعظم په توګه ټاکل کېږي.

بوریس جانسن د جولای په اوومه د برېتانیا د صدراعظم په توګه خپله استعفا اعلان کړه.

اوس په برېتانیا کې عمومي ټاکنې نه کېږي، خو د محافظه کار ګوند ۱۶۰ زره غړي، چې جانسن یې هم غړی دی، د دغه هېواد د راتلونکي صدراعظم په اړه پرېکړه کوي.