برېتانيا کې د کډوالو د وضعيت پر خرابېدو د کډوالو وزير 'ريچارډ هرنګټن' استعفا کړې

کډوال - ارشيف

په برېتانیا کې د افغان او اوکرایني کډوالو د ناوړه وضعیت تر راپورونه وروسته د کډوالو لپاره د دولت وزیر ریچارډ هرنګټن استعفا ورکړه.

هرنګټن برېتانوي رسنیو سره په خبرو کې د خپلې استعفا تأیید کړی.

هغه منلې چې په لومړي سر کې حکومتي چارواکو سره فکر نه و چې، په لویه کچه افغان او اوکرایني کډوال به راولي او دلته به ډېر وخت په هوټلونو کې پاتې کېږي.

برېتانیا څه باندې ۱۱ زره افغانان له تېر اګست راهیسې دغه هېواد ته انتقال کړي چې له دې ډلې د راپورونو له مخې لا هم سلګونه کسان په موقتو کمپونو او هوټلونو کې اوسېږي او له ستونزو سره مخ دي.

مخکې داسې راپورونه هم خپاره شوي وو چې، د اوکرايني کډوالو په ور ماتېدو هلته د افغان کډوال له بد وضعيت سره مخ شوي دي.