د اسلامي همکاريو سازمان هرات کې وروستۍ چاودنه وغندله

د اسلامي همکاريو د سازمان د غړيو هېوادونو بيرغونه

هرات کې وروستۍ چاودنه چې د تېرې جمعې په ورځ وشوه، د طالبانو د یوه ملاتړي دیني عالم مولوي مجیب الرحمن انصاري په ګډون په‌کې ۱۸ کسان ووژل شول.

په هرات کې له چاودنې دوه ورځې وروسته، د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان پرون (د سلواغې ١٣مه) په يوه خبرپاڼه کې وويل، د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د بريدونو او چاودنو له امله اندېښمن دى او هیله یې ده چې د دغه هېواد خلک په ارامه فضا کې ژوند وکړي.

تر اوسه چا یا کومې ډلې د هرات په ګذرګاه جومات کې د چاودنې مسوولیت نه دی منلی، خو تر دې مخکې په مسجدونو کې د دغه ډول بريدونو مسؤليت د داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخيستی و.

هرات کې وروستۍ چاودنې پر کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه هم له ځان سره لرل او خلک يو ځل بيا د امنيت په اړه اندېښمن دي.