القاعده په یمن کې د ملګروملتونو د یوه یرغمل کړي مامور ویډیو خپره کړه

ارشیف

القاعده شبکې په یمن کې د ملګروملتونو د یوه یرغمل کړي مامور ویډیو خپره کړه.

د امریکا هغه سایټ، چې د تروریستي ډلو فعالیتونه څاري، وايي چې په عربي ټاپووزمه کې د القاعده شبکې څانګې د ملګروملتونو د یوه یرغمل کړي بنګالي مامور ویډیو خپره کړې ده.

دا مامور په فبرورۍ میاشت کې په یمن کې تښتول شوی و.