طالبان: هلمند کې د چاودنې له امله ۶ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د هلمند ولایت موقعیت

په هلمند کې یو طالب چارواکی وايي، په دغه ولایت کې د هاوان د مرمۍ د چاودنې له کبله لږترلږه څلور ماشومان وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ريیس حافظ راشد رسنیو ته ویلي چې دا پېښه پرون غرمه د نادعلي ولسوالۍ په هیواد بازار کې وشوه.

د ده په وینا پېښه هغه مهال وشوه چې د یوې مدرسې ۶ زده کوونکو د هاوان له مرمۍ سره لوبه کوله.

تر دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د پخوانیو ناچاودلو مهماتو په چاودنو کې په ځانګړي ډول ماشومانو ته مرک ژوبلې اوښتې دي.