د هلمند په یوه مدرسه کې د چاودنې له امله ۴ زده کونکي وژل شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د هلمند ولایت موقعیت

د هلمند په نادعلي ولسوالي کې د یوې مدرسې دننه د چاودنې له امله لږ تر لږه ۴ زده کونکي وژل شوي او درې نور ټپیان شوې دي.

په هلمند کې د طالبانو چارواکي وایي چې د مدرسې ماشومانو یوه ناچاودې مرمۍ پيدا کړې وه، له هغې سره یې لوبې کولې چې چاودنه وشوه.

په وژل شویو کې دوې نجونې دي.

ټپیان د هلمند مرکزي ایمرجنسي روغتون ته انتقال شوي دي.