ناسا له انسان پرته فضایي بېړۍ تر لېږلو مخکې ودروله

ارشیف

د امریکا د متحد ایالتونو فضایي تحقیقاتي مرکز د سپوږمۍ په لور له انسان پرته فضایي بېړۍ تر لېږلو لږ مخکې ودروله.

ناسا پرون وویل چې د دې ماموریت تر پیلېدو مخکې یې پام شو چې د تېلو یوه ټانکۍ لیک ده.

د تېرې اونۍ په پیل کې هم ورته هڅه د اته نوي متره بېړۍ په یوه سر کې د هایدروجن د لیک کېدو له امله شنډه شوې وه.

ناسا غواړي چې د دې بېړۍ په واسطه بیا په ۲۰۲۵م کال کې انسان سپوږمۍ ته واستوي.

په ۱۹۷۲م کال کې ناسا دولس کسان سپوږمۍ ته استولي و چې د سپوږمۍ پر غولي ګرځېدلي وو.