په اوکراین کې د زاپروژیا د اټومي مرکز اصلي برښنا بیا پرې شوې

روسیي ځواکونو چې کله د فبروري په ۲۴مه پر اوکراین یرغل وکړ، په لومړیو اونیو کې یې د زاپروژیا اټومي مرکز ونیوه.

د اټومي انرژۍ نړیواله اداره وایي، په اوکراین کې د زاپروژیا د اټومي مرکز اصلي برښنا یو ځل بیا پرې شوې ده او له احتیاطي برښنا اوس کار اخیستل کېږي.

دې ادارې پرون یوه ورځ وروسته تر دې دا خبر ورکړ چې د دوی یوه څارونکې ډله د اوکراین په جنوب کې د زاپروژیا اټومي مرکز ته ورسېده.

د دې ډلې هدف دا دی چې دا مرکز خوندي کړي.

مسکو او کییف یو بل تورنوي چې د دې اټومي مرکز شاوخوا ډزې کوي.

نړیوال اندېښمن دي چې د زاپروژیا د اټومي مرکز د وړانګو خپرېدل به سیمه له ناورین سره مخامخ کړي.

روسیي ځواکونو چې کله د فبروري په ۲۴مه پر اوکراین یرغل وکړ، په لومړیو اونیو کې یې د زاپروژیا اټومي مرکز ونیوه.