پاکستان کې د سېلابونو له کبله افغانستان ته د خوړو رسولو هڅې اغېزمنېږي

پاکستان کې سېلابونه

د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې په پاکستان کې د سېلابونو بهیر په ګاونډي افغانستان کې خلکو ته د خوړو د رسولو پر هڅو ناوړه اغېز کوي.

د خوړو د نړیوال پروګرام د پاکستان د څانګې مشر کریس کايي پرون په ژنیو کې د ویډیو کنفرانس له لارې خبریالانو ته وویل، اوسمهال دوی نه یوازې په پاکستان او په مجموع کې د غذايي موادو د کمښت له کبله بلکې په افغانستان کې د مرستو د رسولو پر بهیر د دې چارې د ناوړه اغېز په خاطر هم اندېښنه لري.

ښاغلي کایي زیاته کړه چې پاکستان افغانستان ته د مرستو د رسولو مهمه لاره ده او ډېره برخه خواړه د کراچۍ بندر ته راځي او بیا هلته استول کېږي.

د ملګروملتونو د اټکل له مخې اوسمهال نږدې ۲۳ میلیون افغانان د غذايي موادو د امنیت له نشتوالي سره مخامخ دي.