ایا افغانستان د نړیوالو اسلامپالو ډلو د جګړې په ډګر بدل شوی؟

مولوي مجیب الرحمن انصاري

د طالبانو یو پلوي دیني عالم مولوي مجیب الرحمن انصاري په هرات ښار کې په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.

له انصاري مخکې د طالبانو یو بل پلوي دیني عالم شیخ رحیم الله حقاني او له هغه مخکې او وروسته څو نور دیني عالمان هم په نښه شوي دي.

د افغانستان د کړکېچ په اړه به پخوا ویل کېدل چې دا هېواد د نړۍ او سیمې د قدرتونو د نیابتي جګړې ډګر دی.

ایا د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته اوس افغانستان د نړیوالو اسلامپالو ډلو د جګړې په ډګر بدل شوی؟

همدا پوښتنه احمدتکل په جرمني کې د پوهنتون له استاد او د سیاسي چارو له شنونکي محمداسحق اتمر سره د مرکې په سر کې کړې ده چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

اتمر سره مرکه