ملګري ملتونه: طالبان دې د 'الهې' قضیه وڅېړي

ارشیف

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما وايي، د یو ښځې هغو تورونو اندېښمن کړي چې د طالبانو یو پخوانی چارواکی یې په اجباري نکاح او ناوړه استفاده تورن کړی دی.

یوناما نن پر خپل ټوېټر په خپاره کړي پیغام کې له طالبانو څخه غوښتي د ښځو د حقونو څخه د سرغړاویو د ټولو ادعاوو په اړه دې شفافې څېړنې وکړي، عاملانو سره دې حساب وشي او د ښځو او نجونو خوندیتوب دې ډاډمن شي.

هغه مېرمن چې خپل نوم الهه ښيي تازه یې په یوه ویډیو کې ادعا کړې چې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت پخواني ویاند قاري سعید خوستي ورسره په زوره واده کړی او وهلې ډبولی یې ده.

قاري سعید خوستي له دې ښځې سره نکاح تایید کړې، خو له هغې سره یې د ناوړه چلند تورونه بې بنسټه بللي دي او ټینګار یې کړئ چې الهه کولی شي محاکمو ته مراجعه وکړي.

د الهې د ویډیوګانو له خپرېدو وروسته، د بشري حقونو مدافع بنسټونو او د ښځو د حقونو فعالانو پر هغه څه انتقاد کړی چې دوی په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کول ګڼي.