ملګري ملتونه: په افغانستان کې رسنیزه فضا ورځ تر بلې تنګېږي

ارشیف: افغان خبریالان

په افغانستان کې د یوناما دفتر د رسنیو په وړاندې ورځ تر بلې محدویتونه ته اندېښنه ښودلې.

په افغانستان کې له لسګونو خبریالانو یو تن نه غواړي د امنیتي ستونزه له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي.

نوموړي له ازادي راډیو سره په خبرو کې اطلاعاتو ته د نه لاسرسي په اړه وویل: "اطلاعاتو ته لاسرسی محدود شوی. خبریالان د خبري مسایل پوښښ ته لاسرسی نه لري. کله چې په کابل کې یوه چاودنه وشي امنیتي ځواکونه زما همکارانو ته د پېښې د پوښښ لپاره اجازه نه ورکوي. له بلې خوا د وزارتونو ویاندویان هم له موږ سره معلومات نه شریکوي، که شریک هم کړي په وخت یې نه شریکوي."

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما په دغه هېواد کې د ازادو رسنیو د کمښت خبره کړې.

مارک پوټزل

له هغې وروسته چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي مارک پوټزل له یک خصوصي تلوېزیون څخه لیدنه کړې یوناما په خپل تویټر پاڼه لیکلي چې رسنۍ په افغانستان کې د سرچینو له نشتون سره مخ شوي او فضا هم ورځ تر بلې تنګېږي.

په افغانستان کې د خبریالانو یو شمېر ملاتړې بنسټونه او خبریالان هم ورته اندېښنه لري.

دوی وايي، رسنۍ په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ لاندې ازاد نشرات نه شي کولای او د ډېری رسنیو نشرات په همدې دلیل درېدلي.

په افغانستان کې د ازادو رسنیو ملاتړ بنسټ یا نی استازي ظریف کریمي ازادي راډيو ته وویل: "حکومت په ځانګړي ډول امر بالمعروف، استخبارات، او اطلاعاتو فرهنګ وزارت تل رسنیو ته اخطار ورکړی او یا د دې ادارو استازي خپله رسنیو ته ورغلي او د دوی له نشراتو یې څارنه کړې. همدغه لامل شوی چې رسنۍ سانسور او یا هم خپل سانسور ته مخ کړي. له بده مرغه داغه حالت به یو ورځ د ټولو رسنیو استقلالیت واخلي او د وخت په تېرېدو سره به د رسنیو لمنه ټوله شي."

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د دې راپور په اړه د طالبانو نظر واخلي، خو د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد د دې راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

سره له دې چې طالبانو تل ويلي، د بیان ازادي او رسنیو ته د اسلامي اصولو په رڼا کې ژمن دي، خو له هغې هم واضح تعریف نه دی وړاندې کړی.

له هغې وروسته چې طالبان په ټول افغانستان واکمن شول دیر رسنیو په مرکز او ولایتونو کې خپل نشرات بند کړل او ډېری خبریالان یا له هېواد بهر شول او یا یې هم خپل کارونه پرېښودل.