په سېلابونو کې د راګیر شویو پاکستانیانو د ژغورنې هڅې کېږي

پاکستان کې سېلابونه

د پاکستان په جنوب کې نن هم ژغورونکي چې پوځي څرخي الوتکې او کښتۍ یې ملتیا کوي په سېلابونو کې د میلیونونو راګیر پاتې شویو کسانو د ژغورنې هڅه کوي.

چارواکي وايي، اټکل کېږي، چې په دغو سیمو کې به نور سېلابونه هم وبهېږي.

د پاکستان د طبیعي افتونو د تنظیم اداره وايي، دغه سېلابونه چې په یوه ثانیه کې یې اندازه ۲۰زره مترمکعبو ته رسېږي له شمال څخه بهېدلي چې ډېر ژر به د سند ایالت لویو ښارونو ته ورسېږي.

دغو سېلابونو چې د جون میاشتې له نیمايي بهېږي، سند ایالت تر ټولو زیات ځپلی دی.

په دغو سېلابونو کې د مړو شمېر ۱۲۰۸ ته رسېدلی او اټکل کېږي چې دغه شمېر به لا پسې زیات شي.