خیبرپښتونخوا کې سېلاب ځپليو افغان کډوالو د بېړنیو مرستو غوښتنه وکړه

پاکستان کې سېلابونه

په خیبرپښتونخوا کې مېشت افغان کډوال وايي، د ځايي خلکو په شان دوی هم سېلابونو سخت ځپلي خو له دوی سره هېڅ راز مرسته نه ده شوې.

د نوښار په خویشکي کې دېره کډوال وايي چې سیلونو د دوی دوه نیم سوه کورونه نړولي او ټول وسایل یې ورویجاړ کړي دي.

دوی وايي، په داسې حال کې تر شنه اسمان لاندې شپې ورځې تېروي چې دوې ورځې یې هېڅ نه دي خوړلي.

په وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ګڼې سیمې سېلابونو وځپلې.

دا په داسې حال کې ده چې دواړه هېوادونه له ناوړه اقتصادي وضیعت سره مخامخ دي.