ګاسمن: د افغانستان جنګي مجرمان په بېلابېلو هېوادونو کې مېشت شوي

ارشیف: د افغانستان د جګړې د یو شمېر قربانیانو انځورونه

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا د برخې مشره وايي، هغه افغانان چې باید محاکمه شوي وای اوس په لوېدیځ او د سیمې په هېوادونو کې مېشت دي.

د بشري حقونو د څار سارمان د اسیا د څانګې مشره پاتریشیا ګاسمن وايي، ګڼ شمېر تورن افغانان، چې باید په افغانستان کې تعقیب شوي وای اوس په لوېدیځ، عربي هېوادونو او د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې دي.

اغلې ګاسمن د هاګ محکمې د یوه څارنوال کریم خان څرګندونو ته په اشاره په یوه ټویټ کې لیکلي: "ګڼ هغه کسان چې باید محاکمه شوي وای یا محاکمه شي، اوس په بریتانیا، کاناډا، اروپا، منځنۍ اسیا، متحده عربي اماراتو یا نورو هېوادونو کې دي. څارنوال خان د دغو کسانو په حذفولو د تحقیقاتو ساحه تنګه کړې ده."

د بشري حقونو د څار سارمان د اسیا د څانګې مشره پاتریشیا ګاسمن

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، څارنوال کریم خان ویلي، د افغانستان د پرځول شوي‌ حکومت د غوښتنې مهمه برخه د تحقیقاتو ځنډول و چې په خپله یې وکړي، خو د ده په وینا طالبانو پلټنو ته دوام نه دی ورکړی، نه یې ورکولی شي او نه یې نیت لري.

د افغانستان مخکني حکومت د ۲۰۲۰ د مارچ په میاشت کې د جنګي‌ جرمونو په اړه د تحقیقاتو د ځنډېدو غوښتنه کړې وه.

هغه مهال افغان حکومت ویلي و چې دوی په خپله غواړي چې څېړنې وکړي.

د هاګ څارنوالو د تېر کال په سپټمبر کې ویلي وو چې له محکمې څخه یې غوښتي دي چې د طالبانو او داعش د جنایتونو په اړه د تحقیقاتو بیا پیل کېدو ته اجازه ورکړي.

هغوی ویلي‌ دي چې څارنوالانو د امریکايي او افغان ځواکونو د جرمونو ادعاوو ته لومړیتوب نه دی ورکړی.

پاتریشیا ګاسمن وايي چې د افغانستان مخکیني حکومت د سي آی اې او د امریکايي پوځیانو له لوري د ادعايي سرغړونو د پلټنې لپاره هېڅ راز معلومات او اسناد نه دي وړاندې کړي.