مجاهد: د 'الهې' په نوم د يوې نجلۍ ادعا د 'سعيد خوستي' پر وړاندې دسيسه ده

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد

وروسته له هغې چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د مخکني ویاند له لوري د الهې په نوم پر یوې نجلۍ د جبري نکاح ادعاګانې خپرې شوې، د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي دا د ښاغلي خوستي په وړاندې یوه دسیسه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د الهې دلاورزۍ له لوري په سعید خوستي تور پورې شوی چې نوموړي ورسره جبري نکاح کړې او په جنسي او فزیکي ډول يې هغه سخته شکنجه کړې ده.

پر ټولنیزو رسنیو فېسبوک او ټیوټر کې د الهې په نوم د یوې نجلۍ له لوري د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د مخکيني ویاند سعید خوستي په تړاو د جبري نکاح او وهلو ډبلو د ادعا د ویډيو په اړه غبرګونونه لا هم روان دي.

د طالبانو حکومت وايي، څوک چې پر چا دعوه لري د دوی محاکمو ته دې عارض شي.

که څه هم د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دا د ښاغلي خوستي په وړاندې دسیسه او جعل سازي بللې خو دا يې نه‌دي ویلي چې د کومې څېړنې پر بنسټ يې دوی دسیسه بولي.

دی وايي کله چې نکاح شوې وي په هغه صورت کې جنسي تیری نفي کېږي.

ښاغلی مجاهد وايي: "په دې اړه چې که ظلم ترسره شوی وي د اسلامي امارت محاکمو دروازې د ټولو پر مخ خلاصې دي هر څوک کولای شي چې د دعوې اقامه وکړي، که هر چا ظلم او تېری کړی وي د خپلو اعمالو سزا به ورکړل شي، خو موږ ډاډه یو او تر کومه چې فکر کوو تر دې دمه دا یوه دسیسه ښکاري او په ډېرې نامردۍ پلې شوې ده، قاري صیب به د خپلې مبارزې پر مهال طبعا د یو چا نه وي خوښ شوی نو بیا په وړاندې يې د داسې یوې ناځوانه دسیسې پلان ورته جوړ کړی دی خو دا سمه ده او ښکاري چې چل فریب او جعلکاري شوې ده."

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت پخوانی وياند سعيد خوستی

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د الهې دلاورزۍ په نوم يوې یوې نجلۍ په یوه ویډيو کې چې په ټولنیزو رسنیو په پراخه کچه خپره شوې ادعا کړې چې د کورنیو چارو وزارت مخکني ویاند سعید خوستي په زور ورسره واده کړی او دا يې په فزیکي او جنسي ډول سخته شکنجه کړې ده.

خو ښاغلي خوستي پر خپل ټویټر په دې اړه لیکلي دي چې شپږ میاشتې وړاندې يې د الهې په نوم د یوې نجلۍ سره د هغې په غوښتنه واده وکړو خو وروسته یې طلاق ورکړ.

نوموړي د خپل ټویټر په دې لیکنه کې الهه د عقیدې پر ستونزه او مقدساتو ته په سپکاوي تورنه کړې ده.

سعید خوستي د الهې د وهلو ډبلو ادعا هم رد کړې ده، خو الهې په يوه ویډيو کې له خلکو غوښتي له دې حالته يې وژغوري.

په دې اړه نور: پر 'قاري سعيد خوستي' په زوره د نکاح ادعا؛ د خلکو غبرګونونه يې پارولي

دغه مسلې په کور دننه اوبهر ګڼ غبرګونونه هم راپارولي دي.

د بشر حقونو د څار نړیووال سازمان د ښځو د برخې مسولې هیدربار د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو سره په خبرو کې دغه ویډيو ګانې ټکان ورکونکې وبللې.

نوموړې ويلي: "بدبختانه دا ټکي برجسته کوي، چې موږ څومره نه‌پوهېږو چې د تاوتریخوالي دا ډولونه څومره پراخ دي، خو په یو څه چې پوهېږو هغه دا، کله د ښځو او نجونو په وړاندې تاوتریخوالی کېږي، له بشپړ معافیت سره کېږي."

هيدر بار

د دې ترڅنګ په ټولنیزو رسنیو ټوېټر او فېسبوک کې هم ګڼو افغانانو په دې اړه لیکل کړي دي او د طالبانو له حکومت يې غوښتنه کړې ده چې باید سلامت او ملامت معلوم او سزا ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د ځینو مېرمنو له لوري د طالبانو له‌خوا د شکنجې وهلو او بندي کولو ادعا ګانې شوي، چې د طالبانو د حکومت له لوري رد شوي دي.

د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو له یو کال زیات وخت تېرېږي، خو په دې ټوله موده کې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې تړلي دي، دغه شان له مېرمنو د کار او له محرم پرته د سفر حق هم اخیستل شوی دی.