د زاپوريژيا اټومي بټۍ د ارزونې لپاره د ملګرو ملتونو پلاوی اوکراين ته رسېدلی

د زاپوريژيا اټومي بټۍ تاسيسات

د ملګرو ملتونو د اټومي اژانس یو پلاوی اوکراین ته رسېدلی او د روسیې تر کنټرول لاندې زاپوریژیا اټومي بټۍ له نږدې ارزوي.

دوی داسې وخت زاپوريژیا ته رسېدلي چې هلته لا هم ډزې روانې دي چې له امله یې د پلټنو کار ځنډېدلی او ورسره د اټومي بټۍ یو ریکټور تړل شوی دی.

د اټومي اژانس پلاوی له یوه لوی کاروان سره اټومي بټۍ ته رسېدلی په داسې حال کې چې شاوخوا یې ډېر شمېر روسي پوځیانو حضور درلود.

چارواکو ویلي پلاوی به خپلې پلټنې پیلوي.

زاپوريژیا په اوکراین کې د اروپا تر ټولو لویه اټومي بټۍ شمېرل کېږي چې هلته د روسیې او اوکرایني سرتېرو د سختو نښتو له امله د دې اټومي تاسیساتو د زیانمنېدو او د راډیو اکتیف وړانګو د خپرېدو اندېښنې هم زیاتې شوي.