د کال په پوره کېدو، له افغانستانه د امريکايي ځواکونو پر وتلو نړيوالې تبصرې

امريکايي پوځيان

ډېرو نړیوالو ورځپاڼو له افغانستانه د امریکایي وروستیو ځواکونو وتلو ته پام اړولی دی.

لاس انجلس ټايمز:

لاس انجلس ټایمز لیکي، د طالبانو د چټکو پرمختګونو او په کابل کې د لویدیځ پلوي حکومت د ړنګېدو وروسته د کابل ښار اوس د محرومیتونو پر ښار بدل شوی دی.

په دوام کې راغلي چې، د دغه وضعیت دوام پر اقتصادي فرصتونو، عمومي مصونیت، امکاناتو او هیلو سیوری غوړولی دی.

ډيلي ميل ورځپاڼه:

له برېتانیا خپرېدونکې ډیلي میل ورځپاڼې لیکلي چې طالبانو د چهارشنبې په ورځ له افغانستانه د امریکایي وروستي سرتېري د وتلو یوه کلنه کلیزه ولمانځله خو حکومت یې په تېر یوه کال کې د نړۍ هیڅ یوه هېواد هم په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

د ورځپاڼې په لیکنه د افغانستان اوسني واکمنان بیا پر خلکو په تېره پر ښځو شدید اسلامي قوانین عملي کړي دي.

په دوام کې راغلي چې افغانستان د لوږې له سخت بحران سره مخامخ دی او د دې هېواد نوي سلنه خلک د خوړلو لپاره کافي ډوډۍ نه‌لري.

د ډیلي میل د لیکوال په باور په افغانستان کې تر ټولو ډېر زیان ماشومانو ته رسېدلی چې له کافي ډوډۍ څخه بې برخې دي.

واشنګټن ایګزامینر:

واشنګټن ایګزامینر لیکلي چې، د افغانستان جګړه په دوره‌یي بڼه د امریکایي له اته سوه زره زیاتو سرتېرو په له ځای پر ځای کولو سره تېر کال پای ته ورسېده.

د ورځپاڼې په لیکنه د امریکا څلورو ولسمشرانو، جورج ډبیلو بوش، بارک اوباما، ډونالډ ټرمپ او جوبایډن پر دغې جګړې چې د ۲۰۰۱ کال په اوکتوبر کې پیل شوې وه څارنه کوله خو بالاخره د بایډن اوسنۍ ادارې ورته د پای ټکی کېښود.

په دوام کې لولو، بایډن ادعا کوي چې د ډونالډ ټرمپ پرېکړې یې لاسونه تړلي و، خو د واشنګټن ایګزامینر د لیکوال په باور د بایډن ادارې هغه کار ترسره کړ چې د امریکا مخکیني ولسمشران یې په ترسره کولو کې پاتې راغلي و، یعنې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو وتل او په دې هېواد کې د امریکا په تاریخ کې د اوږدې جګړې پای ته رسول.

والسټریټ ژورنال ورځپاڼه:

والسټریټ ژورنال ورځپاڼه په یوه مطلب کې لیکي چې په افغانستان کې ماشومان د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

د ورځپاڼې په لیکنه په اوس وخت کې د افغانستان ۹۷ سلنه وګړي د ډوډۍ، اوبو او روغتیایي خدمتونو په ګډون لومړنیو اړتیاووڅخه بې برخې دي.

په دوام کې راغلي چې په تېره یوه میاشت کې ۸۰ سلنه افغان ماشومان وږي بیده شوي دي.

د والسټریټ ژورنال په لیکنه د امریکا او د نورو نړیوالو لوبغاړو پرېکړو په افغانستان کې اقتصادي بحران لا پراخ کړی دی.

د ورځپاڼې په لیکنه د امریکا متحده ایالات باید په افغانستان کې د ماشومانو ملاتړ ته دوام ورکړي او هرڅومره ژر چې کېدای شي، د افغانستان د مرکزي بانک د شتمنیو د ازادولو او په دې هېواد کې له اړمنو خلکو سره د بشري مرستو د دوام لپاره خبرې اترې پیل کړي.