د نړيوالې جزايي محکمې څارنوالانو افغانستان کې د جناياتو پر څېړنه د غور غوښتنه کړې

د هاګ نړيواله جزايي محکمه

د هالنډ په هاګ کې د نړیوالې جزایي محکمې د جنګي جرمونو څانګې څارنوالانو، د دې محکمې له قاضیانو غوښتنه وکړه، چې په افغانستان کې د جنایاتو د څېړنې لپاره د دوی پر غوښتنه ژر تر ژره غور وکړي.

دوی خبرداری ورکړی، چې په افغانستان لا هم جنایتونه روان دي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د محکمې په اسنادو کې دغه ټکی روښانه شوی دی.

د افغانستان تېر حکومت د ۲۰۲۰م کال په مارچ میاشت کې له نړیوالې جزايي محکمې غوښتنه کړې وه، چې په دې باب خپلې څېړنې وځنډوي، ځکه هغه حکومت ویلي وو، چې د جنګي جنایتونو په اړه په خپله څېړنې کوي.

رویټرز لیکلي، چې هغه څېړنې دوه کاله وځنډېدې.

د اژانس په وینا، په هغو اسنادو کې چې روانه اوونۍ د محکمې پر وېبپاڼه خپاره شول او د اګست ۲۶مه نېټه ورباندې لیکل شوې، راغلي چې مخکښ څارنوال کریم خان ټینګار کړی، چې د څېړنو د ځنډولو لپاره باید د افغانستان غوښتنه رد شي، ځکه د هغه په وینا په افغانستان کې چارواکي په محکمو کې د عدالت د پلي کېدو لپاره هڅه نه کوي.

تر اوسه د طالبانو چارواکو د دې موضوع په باب رسماً تبصره نه ده کړې، خو تر دې مخکې یې د محاکمو په چارو کې د شفافیت خبره کړې وه.