افغان پناه غوښتونکي: د ترکيې او ايران امنيتي ځواکونو راسره تاوتريخوالی کړی

ارشيف

هغه افغان پناه غوښتونکي چې په وروستیو کې بېرته افغانستان ته اخراج شوي وايي، د ترکیې او ایران د امنیتي ځواکونو چلند ډېر ناوړه و.

وروسته له هغې چې څه باندې کال مخکې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، ګڼو کسانو له افغانستانه د کډوالۍ لپاره مټې بډ وهلې.

دوی اروپا ته د رسېدو لپاره د ایران او ترکیې خطرناکې لارې غوره کړې.

د بښنې نړیوال سازمان هم پرون له افغان پناه غوښتونکو سره د ایران او ترکیې د امنیتي ځواکونو چلند خواشینوونکی بللی او وایي د دوی په ډزو په لسګونو افغانان وژل شوي دي.

سردار ولي اریوبي په ترکیه کې له سخت توقیف له تېرولو وروسته تېره میاشت بېرته افغانستان ته اخراج یا ډیپورټ شو.

افغانان له بېلابېلو لارو ترکيې او له هغه ځای اروپا ته قاچاقي ځي چې ډېری يې لارو کې له ستونزو او کړاوونو سره مخ کېږي.

هغه پرون ازادۍ راډیو ته وویل: "تقریباً دوې میاشتې مې د ایران او ترکیې پر پوله تېرې کړې. په دې موده کې مې داسې شیان ولیدل چې هېڅ د ویلو نه‌دي. هلته په یوه استراحت‌ځای کې پراته وو، ځینو کسانو چې په ډله‌ییز ډول د تلو هڅه وکړه، د ترکیې سرتېرو ډبولي وو، د چا پښې ماتې وې، د چا لاس او د چا هم غاښونه. د چا سترګې شنې اوښتې وې. یوه ورځ پر ګزمه وربرابر شو، هلته واوره هم شوې وه، دا کسان یې دومره ووهل، چې د چا خوله وینې وه، د چا سترګې پړسېدلې وې. عکسونه یې هم راسره شته. ډېر بد وضعیت یې وکړ، دا ټوله واوره د افغانانو په وینو تکه سره وه."

"د چا پښې ماتې وې، د چا لاس او د چا هم غاښونه."

د بښنې نړیوال سازمان کې د ایران د برخې څېړونکې رها بحریني له ایران انټرنشنل سره پرون په خبرو کې وویل، د ترکیې او ایران له خوا پر افغان پناه غوښتونکو په داسې حال کې ډزې شوي، چې دغو پناه غوښتونکو هېڅ ډول خطر نه و پېښ کړی.

نوموړي ويلي: "د ایران امنیتي ځواکونه په تېر یوه کال کې د لسګونو افغانانو د وژنې سبب شوي دي. ګڼ نور یې ټپیان کړي، چې په هغوی کې ماشومان او زاړه کسان هم شامل دي."

په دې اړه نور: د بښنې نړيوال سازمان: تېر يو کال کې ايراني او ترکي ځواکونو ۱۴ افغان کډوال وژلي

مېرمن بحریني پرون په خپل ټویټر کې لیکلي، چې دغه افغانان پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته مجبوره شوي د کډوالۍ لار خپله کړي او په اروپا کې د ښه ژوند په نیت د ایران او ترکیې پر خطرناکو لارو مزل کولو ته زړه ښه کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان پرون په یوه څېړنیز راپور کې وویل، ترکیه او ایران د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف خپلو هېوادونو ته د افغان کډوالو د داخلېدو مخه نیسي.

د ایران او ترکیې چارواکو د دغه راپور په باب رسماً خپل نظر نه دی څرګند کړی.

د راپور له مخې په تېر یوه کال کې د ایراني او ترکي ځواکونه له خوا د لږ تر لږه ۱۴ افغانانو د وژنې اسناد یې ترلاسه کړي، چې له دې جملې ۱۱ افغانان د ایراني ځواکونو له خوا او پاتې ۳ نور د ترکي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.