د پخواني شوروي اتحاد وروستی ولسمشر ميخايل ګربا چوپ د ۹۱ کلونو په عمر مړ شو

میخایل ګرباچوپ

د روسیې رسنۍ خبر ورکوي چې د پخواني شوروي اتحاد د وخت وروستی ولسمشر میخایل ګربا چوپ د ۹۱ کلونو په عمر مړ شو.

د راپورونو له مخې ګربا چوپ چې د ۱۹۸۰ لسیزې په وروستیو کې یې د ګلازنوست او پیریسترویکه په نوم د اصلاحاتو لړۍ پیل کړې وه، هڅه یې کوله چې شوروي اتحاد ژوندی وساتي.

نوموړی د اوږدې ناروغۍ له امله د مسکو په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

میخایل ګربا چوپ هغه ولسمشر و چې له افغانستانه یې د ۱۹۸۹ کال په فبرورۍ میاشت کې د پخواني شوروي ټول ځواکونه و ایستل او پر دې هېواد یې د شوروي څه باندې نهه کلن اشغال پای ته ورساوه.

ګربا چوپ دغه راز له دې سره مخالف و چې په ختیځ بلاک یا ختیځ اروپا کې د ډیموکراسۍ پلوې مظاهرې، چې په ۱۹۸۹ کال کې پیل شوې وې، د ځواکونو په کارولو سره وځپل شي.

د ۱۹۹۱ کال د ډسمبر په ۲۵ پخوانی شوروي اتحاد ړنګ او ډېرو جمهوریتونو د خپلواکیو اعلان وکړ.