سمنګان کې سلګونه ښځو ته د کرنې برخه کې روزنه ورکړل شوه

ارشيف

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره یا فاو وایي چې، په سمنګان کې یې ۲۷۵۰ ښځو د سبزیجاتو تخمونه او د کرني اړوند روزنه ترلاسه کړه.

دغې ادارې پرون په یوه ټویټ کې ویلي چې ښځې د خوړو په تولید او تغذیه کې مهم رول لري.

فاو ويلي، هڅه کوي چې د کلیوالي مېرمنو وړتیاوې زیاتې کړي او د کورني مصرف لپاره سبزیجات وکري او اضافي یې هم وپلوري چې عاید ترلاسه کړي.

تر دې مخکې هم د بېلابېلو بنسټونو له لوري ښځو ته کرنې، لاسي صنايع او کورني اقتصاد پياوړتيا برخې کې د مرستو ترڅنګ روزنه هم ورکول شوې ده.