زلیسنکي: روسي ځواکونه دې د عملیاتو پر ځای د تېښتې لاره غوره کړي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلیسنکي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلیسنکي د روسیې له ځواکونو غوښتنه وکړه، له هغو عملیاتو د تېښتې لار غوره کړي، چې د اوکراین ځواکونو، ستراتیژیک ښار خرسون ته څېرمه پیل کړي دي.

دغه ښار د جګړې په لومړیو کې د روسیې له خوا نیول شوی، خو اوکرایني ځواکونه یې د بېرته نیولو په حال کې دي.

زلینسکي تېره شپه په خپله ویډیويي وینا کې ژمنه وکړه، چې اوکرایني پوځیان به د روسیې پوځ تر سرحدونو پورې تعقیب کړي.

هغه ویلي، که د روسي ځوکونه غواړي چې ژوندي پاتې شي، دغه یې وخت دی، چې د تېښتې لار غوره کړي.