پاکستان کې وروستیو سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

پاکستان کې د وروستیو سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو یو انځور

د پاکستان حکومت وايي، وروستیو سېلابونو په دې هېواد کې لږ تر لږه لس میلیارده ډالره مالي زیانونه اړولي دي.

د پاکستان ماليې وزیر مفتي اسماعیل پاکستاني رسنیو ته ویلي دي چې د زیانونو دا کچه ښايي نوره هم لوړه شي ځکه د ده په خبره چې لا هم د دې هېواد په بېلابېلو سیمو کې د سېلابونو د راوتلو ګواښونه پر ځای دي.

نوموړي له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې په دې هېواد کې له سېلاب ځپلو سره مرستې وکړي.

په همدې حال کې د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې د دې هېواد په ځينو سیمو کې د نورو سېلابونو او سختو اورښتونو اټکل کړی دی.

د پاکستان د خیبرپښتونخوا په ګډون سېلابونو په تېرو څو اونیو کې ډېرې ویجاړۍ رامنځته کړي دي.

په پاکستان کې د پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې ویلي دي چې وروستیو سېلابونو د دې هېواد په بېلابېلو سیمو کې نږدې ۱۱ سوه کسان مړه کړي او تر یو میلیون کورونه يې له منځه وړي دي.