طالبان: په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د رادار سیستم د نصبولو چارې روانې دي

په باګرام هوايي اډه کې د رادار سیستم

د طالبانو د ټرانسپورټ وزارت وايي، د کابل په ګډون د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې د رادار سیستم نصبولو چارې روانې دي.

د طالبانود ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت وايي، بهرنیو ځواکونو د کابل له هوايي ډګر څخه د وتلو پر مهال د هوايي ډګر ډېر تجهیزات، تاسیسات او وسایل تخریب او له منځه وړي دي.

د دې وزارت عملیاتي مرستیال غلام جیلاني وفا په کابل کې د دې وزارت د کلنۍ کړو په اړه د راپور وړاندې کولو پر مهال وویل، د کابل هوايي ډګر ۷۰ سلنه تجهیزات او تاسیسات د بهرنیو ځواکونو له خوا ویجاړ شوي دي.

وفا وویل: "د کابل هوايي ډګر له اوویا سلنې ډېر تجهیزات، تاسیسات او تخنیکي وسایل چې میلیونونه ډالر ارزښت یې درلود، د بهرنیو ځواکونو له‌خوا له‌منځه ولاړل. له بلې خوا د خلکو د ګڼې ګوڼې له امله د کابل د هوايي‌ ډګر د رادار سیستم، مخابراتو د الوتکو د لارښوونې وسایل، ترمیلنونه او نور وسایل یا له‌منځه ولاړل یا هم خراب شول."

طالب چارواکي داسې مهال دا ادعا کوي چې بهرني ځواکونه له کابله د تخلیې پر مهال یوازې پوځي برخه کې مېشت او د افغانانو او د خپلو عسکرو د ویستو بهیر یې له هغه ځایه مدیریت کاوه.

ارشیف: د کابل هوايي ډګر یوه څنډه- August 16, 2021

اوس طالب چارواکي وايي، دوی د متحده عربي اماراتو او قطر د کارپوهانو په همکارۍ د کابل هوايي ډګر سیستمونه، ترمینلونه او تخنیکي تجهیزات بیا رغولي دي.

د ملکي وګړو د ایستلو له بهیر او پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د کابل هوايي ډګر فعالیت ودرېد، خو له څو میاشتو وروسته دا هوايي ډګر د ځینو نړیوالو الوتنو لپاره بېرته فعال شو.

تېره ورځ د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرپرست «محمد یعقوب مجاهد» هم ویلي وو چې امریکا له افغانستانه د وتلو پر مهال د دې هېواد رادار سیستم په بشپړه توګه له‌منځه وړی دی.

امريکا د کابل په هوايي ډګر کې د تاسيساتو او تجهيزاتو د ويجاړولو په اړه څه نه دي ويلي، خو تر دې مخکې د دغه هېواد د دفاع وزارت په يوه راپور کې تاييد کړې وه، چې کله امريکايي ځواکونه له افغانستانه ووتل، په کابل کې د امريکا ٧٨ جوړې غیرفعالې الوتکې موجودې وې.

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت شمېرې ښيي چې په تېر یوه کال کې د افغانستان له هوايي ډګرونو ۳ زره او ۲۴۳ الوتنې شوې چې له دې لارې څه باندې شپږ میلیارد افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي.

د دغه وزارت چارواکي وايي، چې د دغو الوتنو له لارې شاوخوا ۳۷۰ زره مسافر له افغانستان څخه په هېواد کې دننه او بهر لېږدول شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په تېر یوه کال کې ۱۵ زره ۵۶۴ الوتنې د افغانستان له فضا څخه تېرې شوې او له دې لارې څه باندې ۹۸۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.