د قزاقستان حکومت: د يو کال لپاره مو د وسلو ټول صادرات ځنډولي

د قزاقستان د پوځ ټانکونه

د قزاقستان حکومت د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د یوه کال لپاره یې د وسلو ټول صادرات ځنډولي دي.

د دې پرېکړې د لامل په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف په دې وروستیو کې اندېښنه څرګنده کړه چې د قزاقستان وسلې ممکن د اوکراین په وړاندې د روسیې د روانې جګړې پر مهال سیمه‌يیزو نظامي شخړو ته لار هواره کړي.

د پخواني شوروي د دغه جمهوریت مشرتابه، چې له روسیې سره نږدې اقتصادي اړیکې لري، اندېښنه لري چې د مسکو جیوپولیټیک هیلې کېدای شي له اوکراین څخه هاخوا وغځول شي، نو ځکه دوی هڅه کوي چې د روسیې، اوکراین، ترکیې او چین ترمنځ انډول وساتي.

وروسته له هغه چې روسیې د فبرورۍ په وروستیو کې پر اوکراین یرغل پیل کړ، قزاقستان د مسکو یا کییف د ملاتړ له څرګندولو ډډه کړې ده.