اوکراين کې د زاپروژيا اټومي بټۍ شاوخوا مېشتو خلکو ته 'ايوډين ټابليټونه' ورکړل شوي

د زاپروژیا اټومي بټۍ

اوکرایني چارواکو ځکه د آیودین تابیلتونه خلکو ته ورکړي چې له اټومي بټۍ د احتمالي زهرجنو ګازونو د وتلو په وړاندې خوندي و اوسي.

اوکراین او روسیې دواړو یو بل د دې لویې اټومۍ بټۍ شاوخوا د ډزو په پيل تورن کړي.

متخصصین د اټومي بټۍ شاوخوا د جګړې له دوام اندېښمن دي او هم دا چې پنجشنبه د دې اټومي بټۍ او د اوکراین د برېښنا د شبکې اړیکه پرې شوه.

د برېښنا په بندېدو د ریکتورونو د سړېدو د سیسټم د پڅوالي اندېښنې مطرح شوې.

راپورونه وايي، تر اوسه ياده اټومي بټۍ له برېښنا سره بېرته نه ده وصل شوې.