د ملګرو ملتونو امنيت شورا سبا د افغانستان په تړاو غونډه کوي

د ملګرو ملتونو د غونډو تالار

د ملګرو ملتونو مطبوعاتي څانګې لیکلي چې غونډه دوشنبه ماسپيښين د بندو دروازو تر شا دایریږي او د افغانستان په حالاتو به په‌کې بحث وشي.

د راپورونو له مخې دا غونډه د روسیې په غوښتنه ترسره کېږي او ویل شوي چې د افغانستان په اوسنیو اقتصادي او بشري حالاتو باندې بحث وشي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق هم رسنیو ته تأیید کړې چې په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږی کوونکی مارټین ګریفټس د افغانستان د شرایطو په اړه راپور وړاندې کړي.

ملګرو ملتونو داسې وخت د افغانستان په تړاو غونډه پلان کړې چې د وروستیو اوونیو سېلابونو ګڼ افغانان زیانمن کړي او په دغه هېواد کې یې بشري او اقتصادي ناورین لا پسې زیات کړی دی.