په پاکستان کې سېلابونو سلګونه کسان وژلي

د خیبرپښتونخوا په سوات کې د سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو انځور

په پاکستان کې سېلابونو له جون میاشتې راهیسې د نږدې زرو کسانو ژوند اخیستی دی.

حکومت نن وویل چې شاوخوا دېرش میلیونه کسان د دې سېلابونو له امله بې سرپناه شوې دي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف له نړیوالې ټولنې د دې سېلابونو د مخنیوي لپاره د مرستې غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عاصم افتخار وویل چې ملګرو ملتونو د دې سېلابونو په خاطر له مرستندویانو د یو سل او شپېته میلیونه ډالرو د مرستې غوښتنه کړې ده.