د چک ولسي جرګې په ناټو کې د فنلنډ او سویډن د یوځای کېدو غوښتنلیک ومانه

د چک جمهوریت د پارلمان یوه څنډه

د چک جمهوریت ولسي جرګې د فنلنډ او سویډن هغه غوښتنلیک ومانه چې له مخې یې دا دوه هېوادونه له ناټو سره یوځای کېږي.

نن سهار وختي د ولسې جرګې غړیو د فنلنډ او سویډن غوښتنلیک ته رایې ورکړې او اکثریت له دې سره موافقه وکړه چې دا دوه هېوادونه د ناټو غړي شي.

د دې میاشتې په لومړیو کې د چک مشرانو جرګې له دې سره موافقه کړې وه چې فنلنډ او سویډن د ناټو غړي شي.

د چک ولسمشر میلوش زیمان مخکې له مخکې ویلي و چې دی به دا مسوده لاسلیک کړي، چې له دې سره به چک د ناټو څلرویشتم غړی شي چې د دې تړون له پراختیا سره موافقه کوي.

هر هېواد چې له ناټو سره یوځای کېږي باید د ناټو د ټولو دېرش غړیو موافقه ترلاسه کړي.