د افغانستان پر وضعيت د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې

نړيوالې ورځپاڼې

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه:

له طالبانو سره د افغان مېرمنو د چلند موضوع ته واشنګتن پوسټ په خپله تازه ګڼه کې په یوه مقاله کې اشاره کوي او لیکي، کله چې رمزیه عبدي خېل او د هغې ملګرو پرېکړه وکړه چې تېر کال د طالبانو پر ضد اعتراضیه غونډه جوړه کړي دوی دستي په دې فکر کې شول چې د چټ په مهال دې ډلې ته څه نوم ورکړي، دوی د پياوړیو مېرمنو نوم غوره کړ.

ورځپاڼه لیکي، د سپتمبر په لومړیو کې دا نوم یو مخ له هغه احساس سره سم و چې دې مېرمنو کاوه.

واشنګتن پوسټ لیکي چې د دې مظاهرو مشرانو د تېر یوه کال په ترڅ کې د خپل وټس اپ پيغامونه له دې ورځپاڼې سره شریک کړې دي.

واشنګټن پوسټ څرګندوي، عبدي خېل ته لاهم د وټس اپ له لارې د ملګرو او نا اشنا خلکو پرله‌پسې پیغامونه ورپه یادیږي چې هغه وخت به چا ترې مننه کوله، چا به په خدای سپارل، چا به لیکل چې موږ دا هڅې کولی شو او نه یې دروو، د دې ترڅنګ به چا زړونه ورلېږل چا د افغانستان ملي بیرغ.

ورځپاڼه لیکي، کله چې دې مېرمنو د سپتمبر په درېیمه خپله لومړۍ مظاهره کوله نو له هیلو او ځواک سره مله وه.

دا مظاهره د طالبانو وسله والو سره وپاشله، خو عبدي خېل وایي، موږ بېرته ژر سره راغونډ شوو او په دې مو فکر کاوه چې څومره زړه ورې یو.

د ورځپاڼې په باور دې اعتراض ته په نړیواله کچه پاملرنه واوښته او له څه باندې یوه کال راهیسې چې طالبانو کابل نیولی دی دا مظاهرې لا هم روانې دي خو د مېرمنو شمېر یې کم شوی دی.

واشنګتن پوسټ لیکي دا اعتراض کوونکې د طالبانو له بد چلند سره مخامخ شوې، ښځې جبرا پټې شوې، ځیني یې له افغانستانه ووتلې او ډېر ګروپونه یې منحل شول.

لاس انجلس ټايمز ورځپاڼه:

بلې امریکایي ورځپاڼې لاس انجلس ټایمز بیا امریکا ته د تللیو افغانانو په اړه مقاله خپره کړې ده.

ورځپاڼه لیکي چې تر پنځه اتیا زره ډېر افغانان د متحد ایالتونو په یو شمېر سیمو لکه ټکساس، کالفورنیا، ویرجنیا، واشنګتن او پینسلوانیا کې ځای پر ځای شوې دي.

لاس انجلیس ټایمز د امریکا د کورني امنیت د وزارت په استناد لیکي چې، د دغو افغانانو له ډلې د هغوی د دوسیو په اساس اووه اویا زرو ته د دوو کلونو لپاره د استوګنې رسمي اجازه ورکړل شوې ده.

ورځپاڼه لیکي چې یو شمېر افغانان دا شکایت لري چې دوی نه پوهېږي چې څرنګه د کډوالۍ لپاره دفتري کارونه خلاص کړي او د اوسېدو لپاره ځای پيدا کړي.

بل لور ته ازادي راډیو د امریکا د متحد ایالتونو د دفاع وزارت په وینا دا راپور درلود چې نن سبا له افغانستانه د افغانانو د تخلیې پروسه پېچلې شوې ده.

د دغه وزارت چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې، د دې پروسې د چټکۍ لپاره باید نورې لارې چارې ولټول شي.

په افغانستان کې دننه بیا یو شمېر افغانانو چې له امریکایانو سره یې کار کړی دی، ازادي راډیو ته وویل چې ژوند یې له ګواښونو ډک دی او د امنیت ترڅنګ اقتصادي ستونزې هم لري.