د طالبانو له لوري د الظواهري د جسد د نه موندلو په اړه د سټرېټس ټايمز تبصره

د القاعده شبکې پخوانی او وژل شوی مشر ايمن الظواهري

سټرېټس ټایمز (Straits Times):

سټرېټس ټایمز خپرونې د القاعده شبکې د مهم مشر، ایمن الظواهري په باب لیکنه خپره کړې، چې د امریکا متحدو ایالتونو یې تېره میاشت په کابل کې د وژلو خبر ورکړ.

خپرونې د رویټرز اژانس په حواله لیکلي، چې د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد پرون پنجشنبه کابل کې ویلي، چې دوی د الظواهري جسد نه دی پیدا کړی او په دې باب یې څېړنې روانې دي.

امریکایي رسنیو د هغه هېواد د چارواکو په حواله ویلي، چې پر الظواهري د بې پېلوټه الوتکې دغه برید د جولای میاشتې پر ۳۱مه د سهار پر ۶ بجو او اتلسو دقیقو وشو.

د خپرونې په لیکنه، د القاعده شبکې مشکر له بې پېلوټه الوتکې په توغول شوي میزایل داسې مهال ووژل شو، چې د کابل په شېرپور سیمه کې د هغه کور بالکن ته راوتلی و، چې دی په‌کې اوسېده.

امریکايي چارواکو ویلي دا لسیزې مخکې د اسامه بن لادن تر وژل کېدو القاعده شبکې ته تر ټولو لوی ګوزار دی.

د ملګرو ملتونو هغه راپور کې چې د جولای پر ۱۹مه تر دې پېښې څو ورځې مخکې خپور شو راغلي، د القاعده شبکې مشر ایمن‌ الظواهري له طالبانو سره نږدې او پیاوړې اړیکې لري.

طالبانو دغه حمله د دوحې تړون خلاف عمل بللی، خو امریکايي لوري بیا طالبان ملامت کړي چې د دوحې له تړون سره سم یې له القاعده شبکې سره خپلې اړیکې نه دي پرې کړي.

بزنس سټندرډ (Business Standard):

بزنس سټندرډ خپرونې په افغانستان کې تر سختو اورښتونو وروسته د سېلابونو مسئلې ته کتنه کړې، چې درانه مالي او ځاني زیانونه یې اړولي دي.

د خپرونې په لیکنه، د افغانستان په ختیځو، مرکزي او جنوبي برخو کې سخت اورښتونه د سېلابونو بهېدو سبب شوي، چې د ځاني زیانونو تر څنګ یې خلکو ته مالي زیانونه اړولي، کورونه، کروندې او نور ملکیتونه یې زیانمن شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد پرون یوه کنفرانس ته وویل، چې په تېره یوه میاشت کې د سېلابونو له کبله ۱۸۲ تنه مړه شوي، ۲۵۰ تنه نور ټپیان شوي او تر ۳۰۰۰ ډېر کورونه یا په بشپړ ډول یا هم څه ناڅه تخریب شوي دي.

بزنس سټندرډ خپرونه لیکي، د وروستیو ورځو درنو سېلابونو ډېر کلي د افغانستان په ختیځ او مرکزي برخو کې زیانمن کړي دي.

په همدې حال کې د افغانستان د هواپېژندنې ادارې پرون پنج شنبه په یوه اطلاعیه کې ویلي، چې سبا جمعه او بل سبا شنبه هم د افغانستان په ختیځ، مرکزي برخو او جنوب کې تر سختو اورښتونو وروسته د سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی.

دغې ادارې ویلي چې د اورښت اندازه له ۱۵ تر ۶۰ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.