طالبانو د ټاپي پروژې له مشر سره د يادې پروژې پر خونديتوب انلاين غونډه کړې

ټاپي هغه پروژ ده چې په مرسته به یې د ترکمنستان ګاز د افغانستان او پاکستان له طریقه هندوستان ته انتقالېږي.

طالبان وايي، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مسؤلينو د ټاپي پروژې له مشر، مراد امانوف سره د دې پروژې پر خوندیتوب انلاین غونډه وکړه.

ملي راډیو ټلوېزیون چې د طالبانو په کنټرول کې دی، د نورو جزییاتو له ورکولو پرته خبر ورکړی چې په دې غونډه کې له نړیوالو معیارونو سره سم پر امنیتي طرحه خبرې وشوې.

طالبانو تر دې مخکې هم د ټاپي پروژې د چارو د چټکتیا خبر ورکړی و، خو تر اوسه په عملي ډګر کې د کوم پرمختګ څرک نه تر سترګو کېږي.

ټاپي هغه پروژ ده چې په مرسته به یې د ترکمنستان ګاز د افغانستان او پاکستان له طریقه هندوستان ته انتقالېږي.

په پام کې وه، د ۲۰۱۹م کال په پای کې له دې پروژې ګټه اخیستنه عملاً پیل شي، خو په افغانستان کې امنیتي ګواښونو او نورو ستونزو د دې پروژې د عملي کېدو مخه نیولې وه.