ننګرهار: ترافيکي پېښه کې دوه کسان مړه شوي او شپږ ژوبل دي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د ننګرهار ولايت موقعيت

په ننګرهار کې په یوه ترافیکي پېښه کې د دوو کسانو د مړینې او شپږو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

باختر اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی، پرون راپور ورکړی، چې دغه پېښه پرون چهارشنبه د جلال اباد-تورخم پر لویه لار وشوه.

ویل شوي د پېښې علت له یوه سوزوکي ډوله مسافر وړونکي موټر سره د یوه بار وړونکي موټر ټکر و.

د چلوونکو بې احتياطي او کنډو کپر لارې افغانستان کې د ترافيکي پېښو تر ټولو لوی لاملونه بلل کېږي.