بزنس انسایډر: غني باید له زیلینسکي سره پرتله نه شي

مخکینی افغان ولسمشر محمد اشرف غني

بزنس انسایډر:

بزنس انسایډر خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان د لیرې کړل شوي ولسمشر محمد اشرف غني وروستۍ مرکې ته پام اړولی چې ویلي یې دي هغه باید د اوکراین له ولسمشر ولادیر زیلینسکي سره پرتله نه شي.

ښاغلي غني له سي این این سره په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي چې د امریکا په ګډون د اوکراین د ملاتړو هېوادونو استخباراتو پر دغه هېواد د روسیې له برید څو میاشتې مخکې د اوکراین ولسمشر ته خبر ورکړی و، خو ده ټینګار کړی چې د افغانستان د ولایتونو د اشغال په ځانګړې توګه د کابل د سقوط په اړه د طالبانو له پلانه هېڅ چا، د امریکا په ګډون چې له طالبانو سره په تماس کې وه، یوه کلمه هم نه وه ورته ویلې.

د بزنس انسایډر په لیکنه کې راغلي چې ښاغلی غني لا هم د ناڅاپه وتلو او د کابل له پرېښودو دفاع کوي، په داسې حال کې چې د مجلې په وینا ډېری افغانان او امریکايي چارواکي په دې اړه بېلابېل نظرونه لري.

امریکايي چارواکو ویلي چې دوی هېڅ تمه نه درلوده چې د اعلی سرقومندان ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ به د افغانستان پوځ کابل ته د طالبانو له رسېدو سره له یوې شېبې ځنډ پرته له ښاره ووځي.

خپرونې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د فعالې یلدا رویان له قوله هم لیکلي، چې د کابل له سقوط وروسته یې هېواد پرېښود.

د خپرونې په لیکنه د مېرمن رویان خبرې د ډېرو افغانانو نظر څرګندوي.

رویان بزنس انسایډر ته ویلي چې ولسمشر غني زړور مشر نه دی.

د هغې په وينا، رښتينى مشر هغه دى، چې د ژوند تر وروستۍ شېبې پورې د خپل ولس تر څنګ وي او که دا کار نه شي کولى، لږ تر لږه دې له خلکو بخښنه وغواړي.

ډیپلوماټ:

ډیپلوماټ مجلې په خپله وروستۍ ګڼه کې د لیکوال او ژورنالیست انډریو کویلټي خبرو ته پام اړولی چې په تېره لسیزه کې افغانستان ته تګ راتګ کړی او د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۱۴مه یعنې یوه ورځ مخکې د کابل له سقوطه خپل ځان دې ښار ته ورساوه.

ده اوس په دې عنوان یو کتاب لیکلی دی: د کابل اګست: په افغانستان کې د امریکا وروستۍ ورځې.

له ډیپلوماټ مجلې سره په خبرو کې د کتاب لیکوال ویلي چې د دې کتاب د لیکلو لپاره د افغانستان کیسه خورا مهمه وه، ځکه د افغانستان کیسه د هر چا لپاره په زړه پورې ده، او د طالبانو له واک ته رسېدو یو کال وروسته خلک اوس په دې پوه شوي دي چې د جګړې پای د سولې په معنا نه ده.

نوموړي زیاته کړې چې کېدای شي په طالبانو کې اصلاح غوښتونکي او منځلاري کسان وي، خو مشري یې د محافظه کارانو په لاس کې ده او د واک تر اخیستو وړاندې د دوی نرمې خبرې یوازې د کلمو په بڼه محدودې وې او په عمل کې داسې نه وه.