د اسلامي همکارۍ سازمان د افغانستان له سېلاب ځپلو سره د مرستې غوښتنه کړې

افغانستان کې وروستي راوتلي سېلابونه او له امله يې رامنځته شوې ويجاړۍ

د اسلامي همکارۍ سازمان، له خپلو ټولو غړو هېوادونو غوښتنه وکړه، چې په افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره د ژوند ژغورنې عاجلې مرستې وکړي.

دغه سازمان پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، د افغانستان ختیځې، جنوبي او مرکزي برخې د سختو اورښتونو او سېلابونو له کبله زیانمنې شوي، کورونه او اساسي بنسټونه یې ویجاړ کړي او په زرګونو کسان عاجلو مرستوته اړتیا لري.

د طالبانو د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت وايي، په وروستیو سېلابونو کې په ټوله کې تر ۱۷۰ زیات کسان مړه شوي دي.

د هوا پېژندنې ادارې پرون وویل چې، په را روانو ۴۸ ساعتونو کې په ۱۹ ولایتونو کې بیا د اورښتونو او سېلابونو اټکل شوی دی.

دغې ادارې په بدخشان، تخار نورستان، کونړ، لغمان، ننگرهار، کاپیسا، پنجشېر، بغلان، پروان، کابل، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، ارزګان او زابل ولایتونو کې د احتمالي ورښتونو او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

د ورښتونو اندازه د لسو او څلویښتو ملي مترو ترمنځ اټکل شوې ده.