د ماشومانو د ملاتړ مؤسسه: افغانستان کې د ماشومانو وضعيت ناوړه حالت ته رسېدلی

يو شمېر افغان ماشومان

د ماشومانو د ملاتړ موسسې یا (Save The Children) په افغانستان کې د بشري بحران له کبله د ماشومانو وضعیت ناوړه وباله.

دغه اداره وايي، په افغانستان کې ۸۰ فیصده ماشومان هره شپه د کافي خوړو نه درلودلو له کبله وږي ویده کېږي.

تر دې مخکې هم د ماشومانو اړوندو بنسټونو په افغانستان کې د ماشومانو پر وضعیت اندېښنه ښوولې وه.

د ماشومانو د ملاتړ موسسه یا (Save The Children) وايي، په افغانستان کې په ځانګړي ډول له یوه کال راهیسې د ماشومانو وضعیت لا خراب شوی دی.

د دې موسسې د غذايي خوندیتوب د پروژو همږغي کوونکي، احمدشاه امینزي ازادي راډیو ته وویل، په افغانستان کې نږدې ۸۰ فیصده ماشومان هره شپه وږي ویده کېږي.

نوموړي وويل: "نږدې ۸۰ سلنه ماشومان د خوړو نه شتون له کبله وږي ویده کېږي، چې دا د ماشومانو پر رواني او صحي وضعیت بد تاثیر لري. په افغانستان کې اوسنی حالت په هېڅ ډول د زغملو نه دی. دا هغه وخت احساسېږي چې کله تاسې سیمې له نږدې وګورئ، هغه کسان چې په ښارونو یا هم له افغانستانه دباندې اوسېږي دا حالت نه‌شي درک کولی."

افغانستان کې د لوږې له امله ډېری ماشومان له خوار ځواکۍ سره مخ دي.

د ماشومانو د ملاتړ موسسه یا (Save The Children) په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر څه کم څلور ملیونه ښيي.

تر دې مخکې د طالبانو تر ولکې لاندې روغتیا وزارت دغه شمېر شا و خوا درې نیم ملیونه ښوولی و.

احمدشاه امینزی وايي، په خورځواکۍ د اخته ماشومانو د شمېر زیاتېدل بېلابېل عوامل لري.

ښاغلی امينزی وايي: "په وروستیو کلونو کې په ځانګړي ډول په تېر یوه کال کې، د خوارځواکو ماشومانو شمېر په بېساري ډول لوړ شوی دی، چې عامل یې وچکالي، بې روزګاري، د قیمتونو لوړوالی او نورې ستونزې دي. د ماشومانو د ملاتړ موسسه یا سیف دي چلډرون په ۹ ولایتونو کې په مستقیم ډول او په ۶ ولایتونو کې د همکارو موسسو په مرسته خدمات وړاندې کوي، چې خوارځواکي یې یوه لویه برخه ده."

د ماشومانو د ملاتړ موسسه یا (Save The Children) له ۱۹۷۶م کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت لري، چې د نورو برخو تر څنګ یې فعالیتونه د ماشومانو پر ملاتړ راڅرخي.

دغې ادارې له نړیوالو وغوښتل چې خپلې بشري مرستې لا زیاتې کړي، چې په افغانستان کې روان بشري بحران چې تر ډېره یې ماشومان اغېزمن کړي، راکم شي.