د شمسي نظام د تر ټولو 'لويې سيارې' نوي اخيستل شوي انځورونه خپاره شول

فضایي ټیلیسکوپ له لوري اخيستل شوي د ستورو انځورونه

ساینسپوهانو د شمسي منظومې د تر ټولو لویې سیارې، مشتري نوي اخیستل شوي انځورونه چې، جیمز وېب فضایي ټیلیسکوپ په جولای میاشت کې اخیستي، خپاره کړي دي.

په دغو انځورونو کې د مشتري د شمالي او جنوبي قطبونو بېسارې وړانګې او تاویدونکې قطبي دوړې لیدل کېږي.

د مشتري دغه لویه سره طوفاني برخه دومره لویه ده چې د ځمکې کره یې سلامته په نس کې ځاییږي.

په تېره بيا یوه ډراماتیک تصویر ته یې د ساینسپوهانو پام اوښتی، په تصوير کې د سيارې شاوخوا کې کمزورې کړۍ ليدل کېږي او همدارنګه د کهکشانونو د روښانه شالید په حاشیه کې دوه کوچینۍ سپوږمۍ چورلي.

په بیرکلي کې د کلیفورنیا په پوهنتون کې ستور پېژندونکې ایمکې دې پټر اسوشتید پرس اژانس ته ویلي چې مشتري یې له دې مخکې دا ډول نه وه لیدلې او هر څه د باور وړ نه و.

ویب ټیلسکوپ له ځمکې یو ملیون او شپږ سوه کیلومتره لیرې موقعیت لري.

نوموړې چې د دغو څېړنو په رهبرۍ کې مرسته کړې، وایي، موږ واقعاً تمه نه درلوده چې دا به دومره ښه وي.

د متحده ایالاتو اود فرانسې د ګډ څېړنیز ټیم په وینا د سرو وړانګو تصاویر داسې و چې په مصنوعي توګه په‌کې شین، سپین، زرغون، زیړ او نارنجي رنګونه ګډ شوي چې ځانګړتیاوې یې په ګوته کوي.

ناسا او د اروپا فضایي ادارې له خوا د لس ملیارډ ډالرو دغه ټیلیسکوپ چې د مخکیني هیبل ټیلسکوپ ځای یې نیولی دی، د تېر کال په پای کې د یوه توغندي په ذریعه فضا ته استول شوی او له دوبي راهیسې کهکشان څاري.

په دې اړه نور: د امریکايي ټلسکوپ تازه معلومات: د کایناتو عمر له ‍۱۳ نیم میلیارده کلونو زیات دی

فضایي ساینسوهان هیله من دي چې هغه تصاویر یا نور معلومات چې دوی یې د وېب ټیلسکوپ په مرسته ترلاسه کوي، هغه به له دوی سره مرسته وکړي چې په دې پوه شي، کله په کهکشان کې لومړني ستوري راپیدا شوي او کهکشان څه کم ۱۴ ملیارد کاله پخوا په څه ډول رامنځ ته شوی دی.

ویب ټیلسکوپ له ځمکې یو ملیون او شپږ سوه کیلومتره لیرې موقعیت لري.