اوکراین: روسیې د اټومي تاسیساتو پر درلودونکې سیمې زاپوریژیا بریدونه کړي

د زاپوریژیا اټومي تاسیسات

اوکراین وایي، روسیې د زاپوریژیا پر سیمې چې د اروپا تر ټولو لوی اټومي تاسیسات په کې دي، بریدونه کړي دي.

په سیمه کې له وروستیو نښتو سره د یوې اټومي ویجاړونکې پېښې په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.

د امریکا متحدو ایالتونو خبرداری ورکړی چې مسکو په پام کې لري چې د اوکراین د خپلواکۍ د ورځې له نمانځلو سره هممهاله پر بنسټیزو او دولتي تاسیساتو حملې وکړي.

د اوکراین د وسله والو ځواکونو د درستیزوالۍ دفتر نن سې شنبې وویل چې روسي ځواکونو د اوکراین پر ښارونو توغندویي او د توپونو بریدونو ته دوام ورکړ او په هغو کې یې د نیکوپول، کریوي ریه او سیونیلنیکوسکي ښارونه چې ټول د زاپوریژیا اټومي تاسیساتو ته نږدې دي، په نښه کړي دي.

د سیمې والي والینتین ریزنیچونکو پر ټیلیګرام پاڼه لیکلي چې د تېرې شپې په بریدونو کې لږترلږه څلورتنه ټپیان شوي دي.

دغه راز په کییف کې د امریکا سفارت او یوه امریکایي چارواکي په جلا بیانونو کې په راروانو ورځو کې پرملکي او دولتي تاسیساتو د روسیې د بریدونو د پلان په وړاندې خبرداری ورکړی دی.

په دې اړه نور: امریکایي چارواکی: روسیه به ژر پر اوکراین نوي بریدونه پيل کړي

دغه امریکایي چارواکي چې نوم یې نه دی ښودل شوی رویترز خبري آژانس ته ویلي چې دوی داسې معلومات ترلاسه کړي چې روسیه په پام کې لري د اوکراین پرملکي تاسیساتو او دولتي ځایونو په راروانو ورځو کې بریدونه وکړي.

دغه چارواکي ویلي چې په اوکراین کې د روسیې کړو وړو سابقې ته په پام دوی په اوکراین کې ملکیانو او ملکي تاسیساتو ته د روسیې دوامداره ګواښ ته اندېښنه لري.

دغه خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې د اوکراین چارواکو روانه اونۍ په پلازمېنه کییف کې د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت پر عمومي جشنونو بندیز لګولی دی.

اوکراین روانه اونۍ له پخواني شوروي اتحاد څخه د خپلواکۍ د ترلاسه کولو ۳۱ کالیزه نمانځي.

کییف ویلي چې دغه مراسم یې د حملو ګواښ ته په پام لغوه کړي دي.

سبا د اګسټ ۲۴ پر اوکراین د روسیې د بې دلیله یرغل شپږ میاشتې پوره کېږي.

روسیې د فبرورۍ پر۲۴ پر اوکراین یرغل کړی چې په نتیجه کې په زرګونو کسان وژل شوي او په میلیونونو نور اوکراینیان هم په کوردننه بې ځایه شوي یا هېواد پرېښودو ته مجبوره شوي دي.