په پکتیا کې د ښوونځیو لپاره نوي سلګونه ښوونکي ګومارل کېږي

ارشیف: د افغانستان د یوه ښوونځي زده کوونکي

په پکتیا کې د پوهنې ریاست په چوکاټ کې د ښوونکو د ۶۰۷ نویو بستونو لپاره د ازموینو بهیر پیل شوی.

د ازموینې د لويې ادارې تخنیکي مشر لطف الرحمان حقمل پرون دوشنبې ازادي راډیو ته وویل چې ۱۰۲ بستونه د ښځینه ښوونکو لپاره ځانګړې شوي چې د ده په وینا ورته په لسګونو ښځو نوم لیکنه کړې ده.

د چارواکو په وینا په ټوله کې په دغو آزموینو کې نږدې اولس سوه کسانو نوم لیکنه کړې ده.

په پکتیا کې د نویو ښوونکو د ګومارلو لپاره دغه اقدام داسي مهال کېږي چې له شپږم ټولګي پورته نجونې له منځنیو او ثانوي زده کړو محرومي دي.