په پاسپورټ ریاست کې د افغانستان بانک څانګه پرانیستل شوه

ارشیف: په کابل کې د پاسپورټ مخته د متقاضیانو ګڼه ګوڼه

د افغانستان بانک اومه ښاري څانګه د پاسپورټ ریاست په انګړ کې پرانیستل شوه.

د پاسپورټ ریاست چارواکي وایي چې دغه اقدام د هغو کسانو لپاره د اسانتیاوو برابرولو په هدف شوی چې د پاسپورټ اخیستو لپاره دې ریاست ته مراجعه کوي.

د پاسپورټ د ادارې ریس مولوي عبدالحکیم حمدي وویل: "د دغې څانګې په پرانیستلو سره به له دې نه وروسته ټول هېوادوال په ډېر آرام په ډېر سکون کولای شي چي هماغلته ځای پر ځای تعرفه واخلي او بل طرف ته یې جمع کړي."

چارواکي دغه راز وایي چې د مراجعینو د نوبت مراعاتولو په هدف به د نمرو اخیستو اتومات ماشینونه هم فعاله کړي.

د پاسپورټ ریاست دغه اقدامات داسې مهال کوي چې په وروستیو میاشتو کې په پاسپورټ ریاست کې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده.