روغتياپالان: زابل کې د نس ناستې ناروغي ډېره شوې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د زابل ولايت موقعيت

د زابل ولایت روغتیايي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې لسګونه کسان په نس ناستې ناروغۍ اخته شوي او لږ تر لږه یو تن ورڅخه مړ شوی دی.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا رئیس ډاکتر عبدالحکیم حکیمي نن ازادي رادیو ته په دې اړه وویل، له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د زابل په بېلابېلو ولسوالیو کې د نس ناستې ناروغي خپره شوې او یو شمېر ماشومان ورڅخه مړه شوي دي.

تر دې مخکې په هلمند او يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د نس ناستې ناروغۍ له امله لسګونه کسانو د اخته کېدو او يو شمېر نورو د مړه کېدو راپورونه ورکول شوي وو.